۰
ټرمپ:

موږ له سوریې وځوو پرېږدۍ چې نور یې چارې سمبال کړي

شنبی ۱۱ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۱
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، امریکا به ډېر ژر خپل ځواکونه له سوریې وباسي، ځکه د ده په وینا داعش هلته مات شوی.
موږ له سوریې وځوو پرېږدۍ چې نور یې چارې سمبال کړي
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، امریکا به ډېر ژر خپل ځواکونه له سوریې وباسي، ځکه د ده په وینا داعش هلته مات شوی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ دغه څرګندونې د تېرې پنشنبې په ماښام په اوهایو ایالت کې په یوه وینا کې کړې او ټینګار یې کړی، چې امریکا به نور له سوریې خپل ځواکونه وباسي.

واشتګټن پوست ورځپاڼې په یوه راپور کې د ټرمپ له قوله ویلي، چې په سوریه کې د داعش کار خلاص شوی او دغه ډلې ماته خوړلې ده.

ټرمپ زیاته کړې« موږ له سوریې وځوو، ډیر ژر. پریږدۍ چې نور په سوریې کې چارې پرمخ بوزي.»

دا چې له نورو د ټرمپ مطلب څه دی نه ده څرګنده شوې، خو ښايي اشاره یې روسیې ته وي.

دا په داسې حال کې ده، چې ترکي رسنیو رپوټ ورکړی، په راتلونکې اونۍ کې روسیې، ترکیې او ایران چارواکي په انقره کې غونډه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي