۰

افغانستان کې د چیني ترهګرو مرستیال وژل شوی دی

شنبی ۱۱ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۰
په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، په افغانستان کې د چیني وسله والو ترهګرو مرستیال په بدخشان ولایت کې وژل شوی دی.
افغانستان کې د چیني ترهګرو مرستیال وژل شوی دی
په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، په افغانستان کې د چیني وسله والو ترهګرو مرستیال په بدخشان ولایت کې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو نن شنبې د وري ۱۱ مه په یوه خپره پانه کې ویلي، چې دغه ترهګر د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال وژل شوی دی.

سرچینې زیاتوې، چې افغان ګډو ځواکونو د ۱۳۹۷ کال د نصرت عملیاتو په چوکاټ کې د کوکچې ۱۸ عملیات د جرم ولسوالۍ په فرغان میرو او آب راغک سیمو کې په لار اچولي وو.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې عملیاتو کې د دوه بهرنیو په ګډون ۷ وسله وال وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه وايي، په وژل شویو بهرنیو کې د مصطفی په نوم د چیني وسله والو مرستیال هم شامل دی.

شاهین قول اردو په خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې په دې عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:شمال
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي