۰
دې هېل نشریه:

د افغان حکومت د سولې وړاندیز کولی شي افغان جګړه کابو کړي

شنبی ۱۱ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۹
دې هېل نشریې په یوه مقاله کې ویلي، چې د افغان حکومت د سولې وړاندیز کولی شي افغان جګړه کابو او په افغانستان کې د سولې او ثبات سبب شي.
د افغان حکومت د سولې وړاندیز کولی شي افغان جګړه کابو کړي
دې هېل نشریې په یوه مقاله کې ویلي، چې  د افغان حکومت د سولې وړاندیز کولی شي افغان جګړه کابو او په افغانستان کې د سولې او ثبات سبب شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه نشریې په مقاله کې زیاته کړې، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل په پروسه او د تاشکند په کنفرانس کې طالبانو ته د سولې واضح پیغام ورکړ.

د سرچینې په باور دغه وړاندیز کولی شي په افغانستان کې روانه خونړۍ جګړه پای ته ورسوي، خو په دې شرط چې طالبان د سولې وړاندیز ومني.

په دې مقاله کې لیکل شوي، چې مخکې د سولې وړاندیزونه د مخکینیو شرطونو د اېښودلو له امله له ماتې سره مخ شوي وو، خو دا ځل افغان حکومت هېڅ ډول مخکینی شرط طالبانو ته نه دی اېښی.

په ورته وخت کې نشریې دا هم لیکلي، چې امریکا هم له ۱۷ کلنې جګړې وروسته په دې پوه شوې چې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی له پاکستان رهبري کېږي، نو ځکه یې پر دغه هېواد فشارونه هم ډېر کړي دي.

مقاله کې لیکل شوي، چې پاکستان او طالبان هم باید د سولې له چانس ګټه واخلي او په دې پوه شي، چې روانه لوبه د تاوتریخوالي او جګړو له لارې نه شي حل کولی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي