پاکستان:

د ولسمشر غنی د سولې وړاندیز یو طلايي چانس دی

11 حمل 1397 ساعت 10:05

د پاکستان د ملي امنیت شورا سلاکا ناصر خان جنجوعه وايي، په افغانستان کې د جګړې د پای له پاره د افغان ولسمشر محمد اشرف غني، وروستی وړاندیز یو طلايي چانس دی.


د پاکستان د ملي امنیت شورا سلاکا ناصر خان جنجوعه وايي، په افغانستان کې د جګړې د پای له پاره د افغان ولسمشر محمد اشرف غني، وروستی وړاندیز یو طلايي چانس دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې جنجوعه په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې پاکستان له دغه پروسې سره مرستې ته تیار دی.

خو زیاته کړې یې دې ده چې په دې برخه کې ټول بار هم یوازې پر پاکستان وا نه چول شي، بلکې په وینا یې په سیمه کې نور خلک هم کولی شي له سولې سره مرسته وکړي.

ججوعه وايي، په افغانستان کې د جګړې د ښکېلو ټولو خواوو دا مسوولیت دی چې د افغانستان د سولې په پروسه کې تر خپلې وسې مرسته وکړي.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار یو ځل بیا ټنګار کړی، چې افغانستان کې د ستونزو د حل یوازینۍ لار خبرې اترې دي او جګړه دغه ستونزې نه شي حل کولای.

پاکستاني چارواکي دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې افغان او امریکايي چارواکي وايي، پاکستان تر اوسه د افغان سولې او د ترهګرو له منځه وړلو په برخه کې هېڅ جدي اقدام نه دی کړی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 102848

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102848/

جمهور
  https://www.jomhornews.com