۰
د ترانسپورت وزیر:

د دغه وزارت له ۶۰ تر ۷۰ سلنې عواید حیف میل کېږي

یکشنبه ۱۲ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۸
د ترانسپورت او هوايي چلند وزیر حمیدالله طهماسي وايي، د الکترونکي سیستم د نشتوالي له امله د دغه وزارت له ۶۰ تر ۷۰ سلنې پورې کلني عواید تس نس کېږي.
د دغه وزارت له ۶۰ تر ۷۰ سلنې عواید حیف میل کېږي
د ترانسپورت او هوايي چلند وزیر حمیدالله طهماسي وايي، د الکترونکي سیستم د نشتوالي له امله د دغه وزارت له ۶۰ تر ۷۰ سلنې پورې کلني عواید تس نس کېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزیر طهماسي نن شنبې د وري ۱۱مه کابل کې د یوې خبري غوندې پر مهال و ویل، چې وزارت د دغه ستونزې د مخنیوي هڅه کوي، د عوایدو د راټولونې الکترونکي سیستم رامنځ ته کړي.

هغه په خپلو خبرو کې و ویل«منم چې زموږ په وزارت کې له ۶۰ تر ۷۰ سلنې پورې عواید ضایع کېږي، خو دا د یوه الکترونکي سیستم د نه شتون له امله دي، خو د دې ستونزې د مخنیوي له پاره غواړو د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې الکترونیکي دروازې ولګو.»

نوموړي په وزارت کې د اصلاحاتو له لړۍ هم خبر ورکړ او ویې ویل، چې د اداري فساد تر اوسه پورې د دغه وزارت ۶۰ تنه کارکوونکي څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي دي.

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزیر زیاته کړه، چې یادو کسانو د قراردادونو او دغه راز په تدارکاتي برخه کې په فساد کې لاس درلود.

دغه رزا ښاغلي طهماسي په لویو ښارونو کې د ملي بسونو کمښت ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، وزارت په پام کې لري، چې د ملي بسونو ستونزې د هواري له پاره په یوه پلان کار کوي، چې له مخې به یې ټول زیانمن شوي ملي بسونه بېرته ورغول شي.

ده و ویل، چې دا مهال د ملي بسو ریاست تصدۍ کې ۱۰۴۹ ملي بسونه شتهو چې یوازې ۲۹۰ یې فعال، ۶۳۷ یې غیر فعال او ۱۲۲ یې هم د تخنیکي ستونزو له کبله ولاړ دي.

خو په وینا یې د دغه ملي بسونو د بیارغولو له پاره کابل کې د هند له سفارت سره یو تړون شوی تر څو ملي بسونو د جوړلو چارې پیل کړي.

هغه و ویل، چې د دې تړون له مخې هند ۲.۸ میلیونه ډالر د دې ملي بسونو په رغولو لګوي، چې دا مهال یې دوه کانټینره پرزې چابهار بندر ته رسېدلې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي