د ښځو چارو وزارت تازه موندنې ښيي، چې د هېواد په کچه ۴۰ سلنه افغان مېرمنې او نجونۍ د وینې کمښت ناروغۍ باندې اخته دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه راز د یاد وزارت مسؤولین وايي، ۹۷ سلنه نجونې د ویټامن ډي له کمښت سره هم مخ دي.
د ښځو چارو وزارت نن شنبې د وري ۱۱ مه کابل کې د عامې روغتیا او حج اوقافو وزارتونو سره یو ځای د وینې کمښت له ناروغۍ او د ویټامن ډي د کمښت سره د مبارزې په خاطر کنفرانس کې و ویل، چې دغه دواړه څه ډېر ګواښوونکي او باید د مخنیوي له پاره یې ګړندي ګامونه واخستل شي.
د یاد وزارت د مسلي او پالیسۍ چارو مرستیالې سپوږمۍ وردګ په کنفرانس کې و ویل، چې په مېرمنو او نجونو کې د وینې کمښت ناروغي او د ویټامن ډي کمښت ګواښونکی او د اندېښنې وړ دی.
د هغې په وینا د ښځو چارو وزارت د سروې له مخې ۴۰ سلنه افغان مېرمنې او نجونۍ په کمن خونۍ یا د وینې کمښت ناروغي لري او دغه راز ۹۷ سلنه نجونې د ویټامن ډي له کمښت سره مخ دي.
په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو مرستیال فدا محمد پيکان هم د دغه شمېرو په تایید سره و ویل، چې د عامې روغتیا وزارت د دغه ستونزې د مخنیوي له پاره د ویټامن د ملي توزیع پروسه چې په کې دې مېرمنو ته د فیرفولیک اسید او د وسپنې ویټامن لرونکي درمل ورکوي.
د هغه په وینا د عامې روغتیا وزارت هر کال ۱.۶ میلونه نجونو او هلکانو ته د وسپنه لرونکي ویټامن تابلېټونه ورکوي چې دا مهال یې د هېواد په کچه ۲۸۰۰ د کم خونۍ او ویټامن ډي د کمښت د مخینوي مرکزونه فعالیت کوي.
د عامې روغتیا وزارت په ښوونځیو کې پر داسې مهال د کم خونۍ او ویټامن ډي د تابلېټ د وېش څخه خبر ورکوي، چې څه موده وړاندې د دغه درملو په اړه اوازې وې، چې دغه درمل ګواښوونکي دي او نجونې شنډوي.
خو د حج اوقافو وزارت د مسجدونو چارو عمومي رییس فضل کریم سراجي د دغه درملو پر ضد اوازې بېرونۍ وبللې او ویې ویل، چې د افغانستان دښمنان نه غواړي، چې د افغانانو اولادونه له روغتیا څخه برخمن شي.
هغه له دې ملي پروسې ملاتړ وکړ او له ټولو کورنیو یې وغوښتل چې خپل اولادونو ته د دغه درملو د خوړلو توصیه وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل