د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کې د سولې له پاره پرلټ کوونکو د نه خوړو اعتصاب د دیني عالمانو په غوښتنه پای ته ورساوه.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پرلټ کوونکو دغه اعتصاب په مشروط ډول پای ته رسولی او شرط یې دا دی، چې د دیني عالمان به هم له دوی سره یو ځای کېږي او د سولې له پاره به طالبانو ته ورسره ځي.
دیني عالمانو هم د پرلټ اعتصاب کوونکو غړو ته ویلي، چې د خپلې روغتیا ساتنې له پاره دې اعتصاب پای ته ورسوي او ژمنه یې ورسره کړې، چې دیني عالمان به هم له دوی سره یو ځای طالبانو ته د سولې ځولۍ غوړوي.
هلمند کې د سولې له پاره پرلټ کوونکو وروسته له هغې د نه خوړو په اعتصاب لاس پورې کړ، چې طالبانو د دوی غوښتنې ته ځواب ونه وایه.
د اعتصاب کوونکو له ډلې د څلورو تنو روغتیايي حالت خورا نازک او ان د کوما تر حالته رسېدلی او په روغتون کې تر درملنې لاندې وې.
دیني عالمانو پرلټ کوونکو ته ویلي، چې د اسلام له نظره د نه خوړو اعتصاب سم عمل نه دی، او دوی ژمن دي، چې د پرلټ کوونکو غوښتنې تر طالبانو ورسوي.
پرلټ کوونکو هم د نه خوړو اعتصاب پای ته رسولی خو وايي د پرلټ خېمه به یې تر هغې ولاړه وي، تر څو یې طالبانو د سولې غوښتنې نه وي منلې.
پرلټ کوونکي زیاتوي، چې اوس د دوی د سولې غږ د هلمند تر کونج کونج پورې رسېدلی او تازه په ځینو ولسوالیو کې نرانو، ښځو او ماشومانو د سولې غږ پورته کړی.
دوی زیاتوي، چې د پرلټ خېمه به یې د امن سیمه وي، او دې خېمې ته که طالب راتله او که حکومتي سړی خوندي به وي او د سولې په اړه به خبرې په کې کېږي.
له دغه پرلټ څخه د هېواد په یو شمېر نورو سیمو په ځانګړي ډول په کندهار کې هم ملاتړ شوی او د کندهار خلک وايي، د سولې دا غږ به د لوی کندهار او په ټول کې د هېواد تر ګوټ ګوټ پورې رسوي.
جمهورخبري آژانس:هلمند