۰
کورنیو چارو وزارت:

هلمند او ننګرهار کې ۱۴ وسله وال مخالفین وژل شوی

یکشنبه ۱۲ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۲۸
د کورنیو چارو وزارت وايي، هلمند او ننګرهار ولایتونو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په عملیاتو کې ۱۴ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هلمند او ننګرهار کې ۱۴ وسله وال مخالفین وژل شوی
د کورنیو چارو وزارت وايي، هلمند او ننګرهار ولایتونو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په عملیاتو کې ۱۴ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن یک شنبې د وري ۱۲ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه عملیات د هلمند په ګرشک او د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې تر سره شوي.

سرچینه زیاتوي، چې د ګرشک ولسوالۍ په یخچال سیمه کې د عملیاتو پر مهال څلور وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

دغه راز په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د پولیسو په عملیاتو کې څلور داعش وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه وايي، په دواړو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

طالبانو او داعش تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي