۰
مشرانو جرګه:

طالبانو د هلمندیانو د سولې اواز ته منفي ځواب ورکړی، خو د جګړې لپاره له روسیې پیسې غواړي

یکشنبه ۱۲ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۴۹
د مشرانو جرګه یا سنا مجلس وايي، د تعجب ځای خو د دای، چې وسله والو طالبانو د هلمندي ځوانانو د سولې اواز ته منفي ځواب ورکړی، خو د جګړې د زیاتېدو له پاره یې له روسیې څخه د پيسو غوښتنه کړې ده.
طالبانو د هلمندیانو د سولې اواز ته منفي ځواب ورکړی، خو د جګړې لپاره له روسیې پیسې غواړي
د مشرانو جرګه یا سنا مجلس وايي، د تعجب ځای خو د دای، چې وسله والو طالبانو د هلمندي ځوانانو د سولې اواز ته منفي ځواب ورکړی، خو د جګړې د زیاتېدو له پاره یې له روسیې څخه د پيسو غوښتنه کړې ده.

مشرانو جرګه زیاتوي، چې ټول ولس باید په یوه اواز د وسله والو طالبانو پر وړاندې د سولې غږ اوچت او دغه ډله دې له جګړې لاس په سرولو ته اړ کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مشرانو جرګې نن یک شنبې د وري ۱۲ مه په خپله عمومي غونډه کې یو ځل بیا د هلمندیانو د سولې له پرلټ څخه ملاتړ وکړ او ویې ویل، چې دغه حرکت باید د هېواد ټولو برخو ته وغځول شي.

د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار په خپلو خبرو کې و ویل، چې ټول افغان ولس باید د طالبانو پر
هغه و ویل د تعجب ځای خو د دای، چې وسله والو طالبانو د هلمندي ځوانانو د سولې دغه اواز ته منفي ځواب ورکړی، خو د جګړې د زیاتېدو له پاره یې له روسیې څخه د پيسو غوښتنه کړې ده.
وړاندې د سولې غږ اوچت کړي تر څو یې نړیوال او وسله وال مخالفین واوري.

مسلم یار زیاته کړه، هلمندي ځوانانو چې د سولې له پاره کوم پرلټ او غږ اوچت کړی، مشرانو جرګه یې په ټول توان ملاتړ کوي او دا غږ باید تر نورو سیمو پورې هم ورسول شي.

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار هم د هلمندي ځوانانو دا د سولې حرکت وستایه او ویې ویل دا په هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو له پاره یوه ښه پیلامه ده، چې باید ملاتړ یې وشي.

هغه و ویل د تعجب ځای خو د دای، چې وسله والو طالبانو د هلمندي ځوانانو د سولې دغه اواز ته منفي ځواب ورکړی، خو د جګړې د زیاتېدو له پاره یې له روسیې څخه د پيسو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي ایزدیار ټنګار وکړ، چې د هلمنديانو په څېر باید په ټول سیمو کې د طالبانو پر وړاندې د سولې غږ اوچت شي، هغو ته ځای ورنکړي تر څو سولې ته راوګرځي.

باید و ویل شي، چې هلمندیانو له تېرې یوې اونۍ راهیسې د سولې غږ اوچت کړی او د دې غږ د سراسري کولو له پاره یې د پرلټ خېمه درلوې.

دوی له طالبانو غوښتي، چې نور جګړه بس کړي او د سولې خبرې اترې پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي