ولسمشر پکتیاوالو ته:

سولې ولسي کړۍ او په پارلماني ټاکنو کې برخه واخلۍ

13 حمل 1397 ساعت 10:21

افغان ولسمشر چې پکتیا ته د ځینو بنسټیزه پروژو د پرانستې له پاره دغه ولایت ته تللی له پکتیاوالو وغوښتل، چې د سولې له پاره ولسي کار وکړي او په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې برخه واخلي.


افغان ولسمشر چې پکتیا ته د ځینو بنسټیزه پروژو د پرانستې له پاره دغه ولایت ته تللی له پکتیاوالو وغوښتل، چې د سولې له پاره ولسي کار وکړي او په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې برخه واخلي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلی غني تېره ورځ یک شنبې پکتیا ته په دوه ورځني سفر ولاړ او هلته یې پر چارواکو سر بېره له ګڼو مشرانو ولسي خلکو سره پر یو شمېر مسایلو خبرې اترې وکړې.

ښاغي غني د پکتيا د برېښنا د سب ستېشن پرانستنه، د ګردېز – زرمت سړک، صنعي پارک، د شهيدانو او معلولينو ښارګوټي او د پکتيا د امنيې قوماندانۍ د جوړولو چارې په رسمي دول پیل کړې.

ولسمشر له خلکو او سیمه ییزه چارواکو سره په خبرو کې لومړی له پکتیاوالو وغوښتل، چې د سولې له پاره ولسي حرکت پیل کړي.

ښاغلي غني و ویل، نور باید وینه تویې نه شي، څوک چې وینه تویوي د خدای ج او ولس مخالفت کوي، له تاسو هر یوه نه غواړوم چې د سولې له پاره ولسي فشار زیات کړی»

دغه راز ولسمشر غني راتلونکې پارلماني تاکنې هم خورا مهمې وبللې او له پکتیاوالو یې غوښتنه وکړه، چې په ټاکنو کې برخه واخلي او د ټاکنو د شفافیت له پاره یې کار وکړي.

افغان ولسمشر په خپلو خبرو کې اقتصادي چارو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، حکومت غواړي، چې نور د لویې پکتیا جلغوزه د بل هېواد په نوم صادره نه شي.

ښاغلي غني زیاته کړه، «تر اوسه مې پنځه جلسې نيولې دي، اخري جلسه مې د پکتيا، خوست او پکتيکا له واليانو سره وه، د لويې پکتيا جلغوزي به د افغانستان د جلغوزيو په نوم په ټوله نړۍ کې مشهورېږي. انشاالله دا زمينه به برابريږي او مخته به ځو»

افغان ولسمشر و ویل، موخه یې دا ده، چې نور یوه صنعتي پکتیا وګوري، چې برېښنا په کې وي، فابریکې په کې وي، د جلغوزو او مڼو د پروسس پکتیا وي.

ولسمشر په پکتيا کې د يو شمېر تاريخي ابدو د بيارغولو ژمنه هم وکړه او ویې ویل، چې د ميرزکې خزانه او د ګردېز بالاحصار چې زرګونه کاله لرغونتوب لري، د پکتيا د تمدن نښه بلل کېږي.

باید و ویل شي له ولسمشر سره په دې سفر کې د ملي دفاع، کورنيو چارو، د کليو پراختيا او بيارغونې، د اوبو او انرژۍ او ښارجوړولو وزيرانو هم ملګرتيا کوي.

دوی به نن هم په دې ولایت کې پاتې شي او له قومي مشرانو، د ولايتي شورا غړو، مدني فعالانو او ځوانانو سره جلا جلا ناستې هم وکړې.

جمهورخبري آژانس:پکتیا
 
 


د مطلب کود: 102914

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102914/

جمهور
  https://www.jomhornews.com