پاکستاني ځواکونو پر کونړ ولایت ۱۵۰ توغندي ویشتلي

13 حمل 1397 ساعت 10:40

پر کونړ ولایت د پاکستاني ځواکونو توغنديي بریدونه دوام لري او تازه یې بیا پر دغه ولایت ۱۵۰ توغندي ویشتلي دي.


پر کونړ ولایت د پاکستاني ځواکونو توغنديي بریدونه دوام لري او تازه یې بیا پر دغه ولایت ۱۵۰ توغندي ویشتلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کونړ امنیتي چارواکي وايي، د پاکستان له لوري توغول شوي توغندي په دانګام او شلتن ولسوالیو کې لګېدلي.

د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان زیاتوي، چې پاکستاني ځواکونو ۱۵۰ توپچي بریدونه کړي، خو ځاني زیان نه لري.

باید و ویل شي د پاکستاني ځواکونو توغنديي بریدونه له کلونو راهیسې دوام لري او تر اوسه یې زرګونه توغندي د افغانستان په ځینو ختیځو سیمو توغولي، چې مرګ ژوبله یې هم درلوده.

افغان حکومت په ځلونو هڅه کړې، چې دغه ستونزې ته د دیپلوماتیکو لارو حل پیدا کړي، خو تر اوسه نه دي بریالي شوي.

جمهورخبري آژانس:کونړ
 
 


د مطلب کود: 102915

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102915/

جمهور
  https://www.jomhornews.com