۰

کابل کې د یوه ۱۰۰ بستریز روغتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه

دوشنبه ۱۳ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۱۰
بیات بنسټ په پلازمېنه کابل کې د بیات نسايي او ماشومانو د زېږون په نوم د یوه سل بستریز روغتون د جوړلود بنسټ ډبره کېښوده.
کابل کې د یوه ۱۰۰ بستریز روغتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه
بیات بنسټ په پلازمېنه کابل کې د بیات نسايي او ماشومانو د زېږون په نوم د یوه سل بستریز روغتون د جوړلود بنسټ ډبره کېښوده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه روغتون د جوړېدو ډبره نن دوشنبې د وري ۱۳ مه کابل کې د بیات بنسټ د مشر ډاکتر احسان الله بیات او لوړ پوړو دولتي چارواکو له خوا کېښودل شوه.

دغه روغتون د کابل د وزیر محمد اکبرخان ساحه د صحت طفل روغتون په انګړ کې په ۲۵ زره پوټه ځمکه په څلورو پوړونو کې جوړېږي، چې ۱۰۰ بستره او ۲۴ مجهزې خونې به ولري.

ډاکتر احسان الله بیات د یاد روغتون د بنسټ اېښودلو په مراسمو کې و ویل، چې په دې روغتون کې به د پېچلي زېږون، رادیو ګرافي، جراحي، د مور او ماشوم د سرطانونو د مخینوي، د ماشومانو د ستونې او غوږو د درملنې، د سترګو د درملنې، د ویني بانک څانګې ولري.

نوموړي زیاته کړه، چې د یاد روغتون طبي او نور اړین وسایل به هم په پرمختللې ټیکنالوژۍ سمبال وي او په نړیوال معیار به جوړ شي.

د بیات بنسټ مشر دا ژمنه هم وکړه، چې دوی به پر دې سربېره د افغانستان په نورو برخو کې هم روغتیايي خدمتونو ته متې رابډوهي او په دې برخه کې به ستر ګامونه پورته کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي