امریکا:

ملي مسلم لیګ او تحریک آزادۍ کشمیر د لشکر طیبه نور نومونه دي

14 حمل 1397 ساعت 8:59

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په پاکستان کې ملي مسلم لیګ او د کشمیر د آزادۍ تحریک په نوم ډلې د لشکر طیبه نور نومونه دي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په پاکستان کې ملي مسلم لیګ او د کشمیر د آزادۍ تحریک په نوم ډلې د لشکر طیبه نور نومونه دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت پرون دوشنبې د وري ۱۳ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا چې ملي مسلم لیګ او د کشمیر د آزادۍ ګوندونه لشکر طیه دي، نو امریکا غواړه دغه دوه ډلې هم د ترهګرو ډلو په لېست کې شاملوي.

امریکا ویلي له دې کار یې موخه د لشکر طیبه د هغو سرچینو وچول دي، چې هغوي به یې د نورو ترهګرو بریدونو لپاره د ترلاسه کولو کوښښ کوي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د لشکرطیبه او له هغې سره د تړلو نورو ډلو چې په امریکا کې کومې شتمنۍ وي هغه به کنګل کړي.

دغه راز خبرپاڼې زیاته کړې، چې په دې سربېره به امریکایان د دغې ډلې د غړیو سره مالي ورکړه راکړه نشي کولی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 102943

دمطلب پته: http://jomhornews.com/ps/news/102943/

جمهور
  http://jomhornews.com