پوتین او اردوغان به په انقره کې سره وګوري

14 حمل 1397 ساعت 15:01

ټاکل شوې د روسيې ولسمشر ولادیمیرپوتین او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به په انقره کې سره وګوري.


ټاکل شوې د روسيې ولسمشر ولادیمیرپوتین او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به په انقره کې سره وګوري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دواړه ولسمشران به نن سه شنبې د وري ۱۴ مه سره وګوري او پر بېلا بېلو مسایلو به خبرې اترې وکړي.

کرملین ویلي، پوتین او اردوغان به د ترکیې د اټمي انرژۍ د تولید کارخانه پرانیزي چې د روسیې په مرسته جوړه شوې ده.

د ترکیې ولسمشر به همداراز له روسیې د مزایلو د سیستم پر اخیستلو او د سوریې پر وضعیت خبرې وکړي.

دواړه مشران به سبا په انقره کې د ایران له جمهور رئيس حسن روحاني سره وګوري او د سوريې پر جګړه به چې درې واړه هېوادونه په‌کې ښکېل دي، خبرې وکړي.

دا په روسیه کې د ولسمشرۍ د ټاکنو تر ګټلو وروسته، د پوتین لومړی بهرنی سفر دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 102959

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102959/

جمهور
  https://www.jomhornews.com