کاپيسا کې یو تن خپل دوه خوریونه وژلي دي

15 حمل 1397 ساعت 10:35

سیمه ییز چارواکي وايي، په کاپيسا ولایت کې یوه ماما خپل دوه خوریونه وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.


سیمه ییز چارواکي وايي، په کاپيسا ولایت کې یوه ماما خپل دوه خوریونه وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه نن سهار چهار شنبې د وري ۱۵ مه د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ په احمد بیګ تپې سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کاپیسا د پولیسو ویاند قیس قادري وايي، د دغه سیمې یو تن اوسېدونکی حاجي شینګل د کورنۍ دښمنۍ له امله خپلو خوریونو ته کمېین نیولی وو.

د هغه په وینا کله چې د حاجءی شینګل خوریونه دغه سیمې ته رسېږي، نو نوموړي پرې ډزې کړې، چې په ترڅ کې یې خپل خورېږ عبدلروف له ورورسره یو ځای وژلی او یو بل خورېږ یې ټپي کړی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې حاجي شینګل له پېښې وروسته په تېښته بریالی شوی، خو پولیسو د هغه د نیولو او د پېښې د پلټلو له پاره هڅې پیل کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کاپیسا
 
 


د مطلب کود: 102980

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102980/

جمهور
  https://www.jomhornews.com