کابل او اسلام آباد د سولې عمل پلان په نهايي کولو موافقه کړې

18 حمل 1397 ساعت 8:52

افغان او پاکستاني چارواکو موافقه کړې، چې د دواړو هېوادونو د ملي امنیت سلاکاران او د بهرنیو چارو وزارتونه به د ”سولې او پیوستون لپاره د افغانستان ـ پاکستان د عمل پلان سند نهايي کړي.


افغان او پاکستاني چارواکو موافقه کړې، چې د دواړو هېوادونو د ملي امنیت سلاکاران او د بهرنیو چارو وزارتونه به د ”سولې او پیوستون لپاره د افغانستان ـ پاکستان د عمل پلان سند نهايي کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه موافقه تېره ورځ (جمعه د وري ۱۷مه) کابل کې د افغان ولسمشر او پاکستان د لومړي وزیر شاهدخاقان عباسي تر منځ شوې.

عباسي تېره ورځ کابل ته راغلی او افغان چارواکو ورسره د دواړو هېوادونو پر دوه اړخیزه اړیکو، له ترهګرۍ سره پر مبارزې، سیمه ییز نښلون، د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان سرغړونې، د کډوالو راستنېدل، افغان سولې، د زندانیانو تبادلې، د سړک جوړولو او ریل پټلی او په ټول کې د افغانستان او پاکستان د عمل پلان سند نهايي کولو په اړه خبرې اترې وکړې.

ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ولسمشر د پاکستان لومړي وزیر ته په د ډېورنډ په اوږدو کې د سرغړونو په اړه زغره و ویل، چې روان وضعیت د هېچا په ګټه دی او هر ډول اندېښنه باید د رسمي مراجعو، او خبرو اترو له لارې حل شي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، دواړو لورو افغانستان ته د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدولو هوکړه کړې او په ګډه به د هغو د راتلو له پاره مهال وېش او پلان جوړېږي.

خبرپانه زیاتوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د زندانیانو د تبادلې لپاره د یو سند چمتو کولو په اړه دبحث او موافقې ترڅنګ پرېکړه وشوه چې د دواړو هېوادونو د ملي امنیت سلاکاران او د بهرنیو چارو وزارتونه به د ”سولې او پیوستون لپاره د افغانستان ـ پاکستان د عمل پلان سند نهايي کړي.

دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د زندانیانو د تبادلې لپاره د یو سند چمتو کولو په اړه بحث او موافقه شوې ده.

سرچینه وايي افغان او پاکستاني چارواکو په منطقوي اتصال په ځانګړي ډول د افغانستان له لارې له منځنۍ اسیا څخه پاکستان ته د انرژۍ په انتقال، د کویټه ـ کندهارـ هرات او د پيښورـ جلال اباد د ریل پټلۍ د دوو سترو پروژو او پيښورـ جلال ابادـ کابل د لویې لارې د جوړولو د عملي کار په پیلولو بحث او خبرې وکړې.

دغه راز له منځنۍ اسیا څخه پاکستان ته د افغانستان له لارې د برېښنا د اتصال او انتقال په اړه د دواړو هېوادونو پلاوی موظف شو.

اعلامیه وایي، په اندونیزیا کې د افغانستان د سولې په تړاو د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د دیني علماوو په جوړېدونکي کنفرانس هم بحث وشو.

ارګ زیاته کړې، چې د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي طالبانو ته د ولسمشر غني د سولې د وړاندیز هر کلی وکړ.

خبرپاڼه زیاتوي، چې عباسي د افغانانو په مشرۍ یې سوله د حل یوازینۍ لاره وبلله او په دې برخه کې يې د خپل هېواد په استازیتوب د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د ارګ په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې د خبرو په پای کې د پاکستان لومړي وزیر ولسمشر غني ته بلنه ورکړه، چې پاکستان ته رسمي سفر وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 103036

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103036/

جمهور
  https://www.jomhornews.com