۰

امریکا پر روسیې ځینې نوي بندیزونه ولګول

شنبی ۱۸ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۳
د امریکا متحده ایالاتو پر ځینو روسانو چې ویل کېږي پوتین ته نېږدې کسان دي او دغه راز په یو شمېر روسي شرکتونو تازه بندیزونه لګولي دي.
امریکا پر روسیې ځینې نوي بندیزونه ولګول
د امریکا متحده ایالاتو پر ځینو روسانو چې ویل کېږي پوتین ته نېږدې کسان دي او دغه راز په یو شمېر روسي شرکتونو تازه بندیزونه لګولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امریکا دغه بندیزونه تېره ورځ اعلان کړل، چې په کې ۱۷ روسي چارواکي ۷ نفوذ لرونکي کسان او ځینې روسي شرکتونه شامل دی.

دغه بندیزونه د امریکا د مالیې وزارت له خوا لګول شوي او د روسیې تر ټولو شتمن او د تجارت په برخه کې مهم اشخاص شامل دي.

د اوسپنې تجار اوليګ ديريپاسکا، د طبيعي ګازو د دولتي-انحصاري شرکت ګازپروم اجرائيه مدير الکسي ميلر او د المونيمو پانګوال ويکتور ويکسيل-بِرګ هغه شرکتونه دي، چې امریکا پرې بندیز لګولی دی.

په دولتي کسانو کې بیا د روسيې د ولسمشر ویلاديمير پوتين پخوانى باډيګارډ يا ساتونکى ويکتور زولوتوف، د پوتين د امنيت شورا مشر نيکولاى پاټروشيف او د روسيې داخله وزير ولاديمير کولو-کولڅيف شامل دي.

د امریکا د مالیې وزارت په دغه لېست کې د کيريل شمالوف نوم هم شامل دى د امریکايي چارواکو په خبره د پوتين له کشرې لور سره يې په ٢٠١٣مېلادي کال کې واده کړى دى.

د امريکا د خزانې وزير سټيف نوچِن په دې اعلامیه کې ویلي«د روسيې حکومت د نړۍ په بېلابېلو برخو کې په ناوړه کړنو بوخت دى، لکه د کريميا اشغال او د اوکراين په ختيځ کې تاوتريخوالي ته لمن وهل، په موادو او وسلو د اسد د رژيم اکمالول چې دغه رژيم پر خپلو ملکيانو بمباري کوي، غربي ډيموکراسيو ته ضربه ورکول او د ورانکارانه انټرنټي غلاوو فعاليتونه.»

په ورته وخت کې د روسيې د بهرنيو چارو وزارت دغه بنديزونه غندلي او غيرقانوني يې وبلل، د نامشخصو ځوابي اقداماتو ژمنه يې کړې ده.

باید و ویل شي هغه کسان چې دغه بنديزونه ورباندې لګول شوي، په امريکا کې يې شتمني کنګل کېږي او امريکايي اتباع ورسره له معاملې منع کېږي.

دا تازه بنديزونه په داسې حال کې لګول کېږي چې د روسيې او لوېديځ ترمنځ اړيکې ډېرې ترينګلې شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي