ټاکل شوې د جرمني او فرانسې مشران امریکا ته سفر وکړي

18 حمل 1397 ساعت 9:16

ټاکل شوې د جرمني لومړی وزیر انګیلا مرکل او د فرانسې ولسمشر امانول مکرون په نږدې راتلونکې کې امریکا ته سفر وکړي.


ټاکل شوې د جرمني لومړی وزیر انګیلا مرکل او د فرانسې ولسمشر امانول مکرون په نږدې راتلونکې کې امریکا ته سفر وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دوی به د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ او نورو امریکايي چارواکو سره په بېلا بېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړي.

سپینه ماڼۍ وایي، د جرمني لومړۍ وزیره انګیلا مرکل به د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د لیدنې په موخه نیژدې راتلونکې کې واشنګټن ته لاړه شي، خو دقیقه نېټه یې نه ده په ګوته کړې.

خو یوه امریکایي چارواکي رویټرز ته ویلي چې د امریکا او جرمني مشران به د روانې میاشتې په اووه ویشتمه سره وګوري. په ورته وخت کې ویل کېږي چې د فرانسې ولسمشر امانول مکرون به هم د مرکل تر سفر درې ورځې مخکې امریکا ته سفر وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 103040

دمطلب پته: http://jomhornews.com/ps/news/103040/

جمهور
  http://jomhornews.com