هند، افغان حکومت د څلورو الوتکو ورکړه ځنډولې

18 حمل 1397 ساعت 10:26

هند وايي د ځينو ستونزو له امله افغان حکومت ته د څلورو الوتکو سپارل څو میاشتې ځنډېدلي دي.


هند وايي د ځينو ستونزو له امله افغان حکومت ته د څلورو الوتکو سپارل څو میاشتې ځنډېدلي دي.

د هند نظامي چارواکو هندي رسنیو ته ویلي، چې په افغانستان کې ځینې ستونزې دي او همدا راز په بلاروس کې د اخیستل شوو، الوتکو کار نه دی بشپړ شوی، نو له دې امله ددغو الوتکو سپارل څو میاشتې ځنډېدلي دي.

باید و ویل شي، چې هند په خپل مالي لګښت افغان پوځ ته څلور ام ای۲۴ الوتکې له بلاروس پېرلې او ټال شوې، چې افغان پوځ ته یې ورکړي.

په نوي ډهلي کې افغان سفیر شیدا محمد ابدالي هم منلې چې افغان هوايي ځواک ته د څلورو ایم ای ۲۴ الوتکو سپارل ځنډېدلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
\
 
 


د مطلب کود: 103044

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103044/

جمهور
  https://www.jomhornews.com