۰

د افغانستان له روغتیايي سکتور سره بهرنۍ مرستې کمې شوې

شنبی ۱۸ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۰۲
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر وايي، روان مالي کال له افغانستان سره د روغتیايي خداماتو په برخه کې نړیوالې مرستې کمې شوې دي.
د افغانستان له روغتیايي سکتور سره بهرنۍ مرستې کمې شوې
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر وايي، روان مالي کال له افغانستان سره د روغتیايي خداماتو په برخه کې نړیوالې مرستې کمې شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت وزیر فیروز الدین فیروز نن شنبې د وري ۱۸ مه کابل کې د روغتیا د نړیوالۍ ورځې په نمانځغونډه مهال و ویل، چې په روان مالي کال کې د روغتیايي خدماتو په برخه کې وزارت له سل میلیونه ډالرو کمښت سره مخ دی.

نوموړي د بودیجې او نړیوالو مرستو کمېښت هغه لامل وباله، چې له امله یې په افغانستان کې پر روغتیايي خدماتو ناوړه اغېزه کړې ده.

د هغه په وینا تېر کال د افغانستان د روغتیا د سکتور بودیجه ۲۵۵ میلیونه ډالرو ته رسېده په داسې حال کې، چې سږ کال ۱۵۰ میلیونه ډالر ته راښکته شوې ده.

د عامې روغتیا وزیر وايي، دوی د دغه ستونزې د مخنیوي له پاره حکومت ته دا طرحه وړاندې کړې، چې په تنباکو او خوږ باندې مالیه ولګوي.

ښاغلي فیروز زیاته کړه، که چېرې حکومت پر تنباکو مالیه دوه برابره شي کولای شو د روغتیا سکتور به په کال کې ۳۰ تر ۴۰ میلیون ډالرو عواید ترلاسه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي