ترکیه ۵۹۱ افغان کډوال راوباسي

19 حمل 1397 ساعت 8:56

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت وايي، نېږدې ۶۰۰ غیر قانوني افغان کډوال به له خپل هېواد څخه وباسي او بېرته به یې افغانستان ته ولېږي.


د ترکیې د کورنیو چارو وزارت وايي، نېږدې ۶۰۰ غیر قانوني افغان کډوال به له خپل هېواد څخه وباسي او بېرته به یې افغانستان ته ولېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت زیاته کړې، چې دغه افغان کډوال په افغانستان کې د امنیتي او اقتصادي ستونزو له امله د ایران له لارې ترکیې ته راغلي، چې پولیسو نیولي او د کډوالو چارو چارواکو ته یې سپارلي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې ښايي د دغه ٥٩١ افغان کډوالو د ایستلو پروسه په ترکیه کې بشپړه شوې او ښايي نن  یکشنبې د وري ۱۹مه  به په الوتکو کې کابل ته راولېږل شي.

دغه زار وزارت زیاته کړې، چې د ترکیې په ګڼو ښارونو کې به د کډوالو د ایستلو پروسه بشپړه شي او ټول غیر قانوني کډوال به خپلو هېوادونو ته ولېږل شي.

خو د بشري حقونو ډلو بیا د ترکیې دغه کار غندلی دی او په وینا یې افغانستان ته د کډوالو په لېږلو د دوی ژوند له ګواښ سره مخ کوي او ترکیه باید پر خپله پرېکړه له سره کتنه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 103072

دمطلب پته: http://jomhornews.com/ps/news/103072/

جمهور
  http://jomhornews.com