۰
کاناډا:

په یوه ترافيکي پېښې کې د هاکي د یوه ټیم ۱۴ غړي وژل شوي

یکشنبه ۱۹ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۲
د کاناډا پولیسو ویلي په ساسکاچوان ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د هاکي د یوه ټیم ۲۸ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په یوه ترافيکي پېښې کې د هاکي د یوه ټیم ۱۴ غړي وژل شوي
د کاناډا پولیسو ویلي په ساسکاچوان ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د هاکي د یوه ټیم ۲۸ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پولیسو زیاته کړې، چې د هاکي د ټیم دغه غړي په یوه ملي بس موټر کې د ولایتي سیالیو په یوه لیګ کې د ګډون په موخه دغه ولایت ته په لاره و، چې موټر یې له یوه باروړونکي موټر سره ټکر شوی دی.

دوی زیاته کړې، چې په دې پېښه کې د یاد هاکي ټیم ۱۴ لوبغاړي وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي، چې روغتون ته لېږدول شوي او د دریو تنو روغتیايي حالت نازک دی.

ویل کېږي دغه پېښه د تېرې جمعې په ورځ د کاناډا د ساسکاچوان ولایت د تیسدیل په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي