په شمال کې امنیتي چارواکي وايي، په سرپل ولایت کې د وسله والو طالبانو په یوه برید کې ۹ سیمه ییز پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سرپل امنیتي چارواکي زیاتوي، چې طالبانو تېره شپه د سیدآباد کلي کې د سیمه ییزه پولیسو پر یوې پوستې برید کړی.
د سرپل د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونيار اسد الله حبيبي د طالبانو په دې برید کې ٦ سیمه ییز پوليس وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا وسله والو طالبانو په دې حمله کې له لیزر لرونکو وسلو څخه ګټه اخیستې ده.
جمهورخبري آژانس:سرپل