۰

سیاسي او جهادي مشرانو له پاکستان سره د دولت په دولت خبرو ملاتړ وکړ

دوشنبه ۲۰ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۸
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، یو شمېر سیاسي او جهادي مشرانو له پاکستان سره د افغان حکومت د دولت پر دولت خبرو د پیلولو څخه ملاتړ وکړ.
سیاسي او جهادي مشرانو له پاکستان سره د دولت په دولت خبرو ملاتړ وکړ
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، یو شمېر سیاسي او جهادي مشرانو له پاکستان سره د افغان حکومت د دولت پر دولت خبرو د پیلولو څخه ملاتړ وکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ولسمشر تېره ورځ د وري ۱۹ مه ( یکشنبې ماښام) له یو شمېر جهادي مشرانو، ساسي څېرو او د سیاسي ګوندونو له استازو سره په ارګ کې وکتل.

سرچینه وایي، ولسمشر په دې ناسته کې له پاکستان سره د دولت په دولت خبرو په اړه روښانه خبرې وکړې او ویې ویل، چې د سولې په اړه د افغان حکومت طرحه له داخلي، سیمه ییز او نړیوال ملاتړ څخه برخمنه ده، او د سولې د راتګ له پاره یې یوه زمینه برابره کړې ده.

په ورته وخت کې سیاسي او جهادي مشرانو هم له پاکستان سره د دولت په دولت خبرو څخه ملاتړ کړی او ویلي یې دي، چې د دغه خبرو پیل د دواړو هېوادونو او خلکو په ګټه دی.

دوی په خپلو خبرو کې پر دې ټینګار کړی، چې په کورنیو، ملي او نړیوالو مسایلو کې باید ملي اجماع او د مشورو دوام شتون ولري.

افغان ولسمشر پر داسې مهال له پاکستان سره د دولت په دولت خبرو په اړه له جهادي او سیاسي مشرانو سره خبرې اترې کړې، چې تر دې دوه ورځې وړاندې د پاکستان لومړی وزیر شاهدخاقان عباسي کابل ته راغلی وو.

ولسمشر او یو شمېر نورو افغان چارواکو له عباسي سره په بېلا بېلو مسایلو خبرې اترې وکړې او له پاکستاني مشر څخه یې وغوښتل، چې د ستونزو د هوايي له پاره باید د افغانستان او پاکستان تر منځ دولت په دولت خبرې پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي