۰

چین غواړي د سي پیک پروژه افغانستان ته پراخه کړي

دوشنبه ۲۰ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۵
چینايي رسنۍ وايي، چین غواړي د افغانستان د اقتصادي ودې په موخه غواړي، د سي پیک پروژه افغانستان ته هم پراخه کړي او دغه هېواد په یاده پروژه کې شامل کړي.
چین غواړي د سي پیک پروژه افغانستان ته پراخه کړي
چینايي رسنۍ وايي، چین غواړي د افغانستان د اقتصادي ودې په موخه غواړي، د سي پیک پروژه افغانستان ته هم پراخه کړي او دغه هېواد په یاده پروژه کې شامل کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د چین دولتي خبري اژانس ویلي، د چین حکومت پرېکړه کړې، چې د سي پيک په پروژه سره په دې جګړه ځپلي هېواد کې اقتصادي پرمختګ ته زمینه برابره کړي.

د چین حکومت ویلي په دغه پروژه کې د افغانستان په ګډېدو سره به، اقتصادي وده رامنځ ته شي، جګړې به کابو شي، ترهګري به ختمه شي او افغانان به اقتصادي وده تجربه کړي.

چین تر دې وړاندې هم په سي پیک پروژه کې د افغانستان د کډولو ژمنه کړې وه، خو اوس یې حکومت پرېکړه، چې خپلې ژمنې ته به د عمل جامه وراغوندي.

باید و ویل شي، چې د سي پیک پروژه د یو کمربند یوې لارې د پروژې برخه ده، چې چین له ګوادر بندر سره نښلوي او پر دې پروژه پنځوس ملیارده پانګونه شوې، چې ټولې پیسې یې چین ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي