۰

جاپان له افغانستان سره ۱۲۵ میلیونه ډالر مرسته کوي

دوشنبه ۲۰ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۳
جاپان له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې د ۱۲۵ میلیونه ډالرو د مرستې اعلان کړی دی.
جاپان له افغانستان سره ۱۲۵ میلیونه ډالر مرسته کوي
جاپان له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې د ۱۲۵ میلیونه ډالرو د مرستې اعلان کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا ژمنه د جاپان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ماساهیسا ساتو له خپل افغان سیال حکمت خلیل کرزي سره په لیدنه کې کړې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل چې دواړو لوریو پرون په کابل کې سره ولیدل او په امنیتي مسایلو، د سولې په خبرو، بیارغونې او انتخاباتو باندې یې بحث وکړ.

د بیان له مخې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ښاغلي خلیل کرزي د جاپان له مرستو ستاینه کړې او دا هېواد یې د افغانستان له لویو دوستانو او مرسته کوونکو هېوادونو بللی دی.

د جاپان د بهرنیو چارو وزارت ویلي د دوی دا مرسته به په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت، د انتخاباتو د ترسره کېدو او د ټرافیکې ګڼې ګوڼې د کمښت لپاره ده.

سرچینې زیاته کړې، چې جاپان به څه باندې ۱۲۵ میلیونه ډالره افغانستان ته ورکړي، تر څو یې په یادو برخو کې ولګوي.

باید و ویل شي، چې جاپان په نېږدې شلو وروستیو کلونو کې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې څه باندې شپږ نیم میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

جمهور خبري آژانس: کابل

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي