۰

افغانستان ته د ازبکستان د وارداتي برېښنا بیه به نور هم راټیټه شي

دوشنبه ۲۰ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۴۳
د افغانستان له پاره د ازبکستان ځانګړی استازی عصمت الله ایرګاشیف وايي، هېواد یې په پام کې لري، چې افغانستان ته د وارداتي برېښنا بیه راټیټه کړي.
افغانستان ته د ازبکستان د وارداتي برېښنا بیه به نور هم راټیټه شي
د افغانستان له پاره د ازبکستان ځانګړی استازی عصمت الله ایرګاشیف وايي، هېواد یې په پام کې لري، چې افغانستان ته د وارداتي برېښنا بیه راټیټه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ایرګاشیف تېره ورځ ماښام مهال له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په ارګ کې کتلي او زیاته کړې یې ده، چې د روان میلادي کال له جولای میاشتې به ازبکستان و افغانستان ته د وارداتي برېښنا بیه راټیټه کړي.

نوموړي ویلي، چې ازبکستان به افغانستان ته د وارداتي برېښنا بیه به له ۸،۵ سنټ څه ۵ سنټ ته راټیټه کړي.

په ورته وخت کې ولسمشر ماڼۍ په خبرپاڼه کې ویلي افغان حکومت په پام کې لري، چې ۱۰۰۰ میګاواټه برېښنا د ازبکستان د سرخان له سیمې د بغلان ولایت سره ونښلوي او په دې توګه به په یوه کال کې د کابل او یو شمېر نورو ولایتونو د برېښنا ستونزه حل شي.

باید و ویل شي، چې په وروستیو میاشتو کې د هېواد ۷ ولایتونه له برېښنا برخمن شوي او په ځینو ولایتونو کې د برېښنا بیه هم راټیټه شوې ده.

په بادغیس کې د برېښنا بیه له ۳۵ افغانیو و شپږو افغانیو ته او دغه راز په غزني کې هم ۶،۷۵ افغانیو پورې راټیټه شوې ده.

ارګ دا هم ویلي، چې ډېر ژر به د برېښنا ۷۰ میګاواټه مزی له جلال آباد سره هم ونښلوي، چې اصلي ظرفیت یې ۳۰۰ میګاواټه دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي