سیمه ییز چارواکي وايي، په غزني ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن سهار دوشنبې د وري ۲۰ مه د غزني ولایت په خواجه عمري کې رامنځ ته شوې ده.
د غزني د ترافيکو مدير احمد الله احمدي وایي، دغه ترافيکي پېښه د یو سراچه او ټونس موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې په دې پېښه کې یو تن وژل شوی او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا وژل شوی کس د سراچه موټر چلوونکی دی او ټپیان د غزني مرکزي روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي دي.
جمهورخبري آژانس:غزني