۰

د امریکا د ملي امنیت نوي سلاکار په کار پیل وکړ

سی شنبه ۲۱ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۰
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت نوي سلاکار جان بولټن په رسمي ډول خپله دنده پیل کړه.
د امریکا د ملي امنیت نوي سلاکار په کار پیل وکړ
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت نوي سلاکار جان بولټن په رسمي ډول خپله دنده پیل کړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ټرمپ له ولسمشر ټاکل کېدو وروسته دا د هغه درېیم امنیتي سلاکار دی، چې ټاکل کېږي.

تر بولټن وړاندې مک مسټر د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار و، چې په افغانستان کې یې هم کار کړی و او په روانو چارو ښه خبر و خو د بولټن په اړه ویل کېږي، چې هغه د افغانستان او سیمې له روانو حالاتو هومره معلومات نه لري.

خو بولټن تر دې وړاندې په واشنګټن کې یوې غونډې ته ویلي وو، چې امریکایان د افغانستان له جنګه ستړي دي، خو د طالبانو، داعش او القاعده د خطر له کبله امریکا افغانستان یوازې نشي پرېښودلی.

هغه زیاته کړې وه، چې ترهګرو له پخوا د پاکستان د استخباراتو نظامي برخه په لاس کې نیولې وه او په وینا یې په افغانستان کې د امریکا د موجودیت یو علت هم په پاکستان کې له ترهګرو سره مبارزه ده.

جان بولټن هغه مهال ویلي و، چې تر ټولو مهمه موضوع دا ده، چې باید ترهګر د پاکستان اتومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي