۰

بغلان کې ترافیکي پېښې ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

سی شنبه ۲۱ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۳
په بغلان ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بغلان کې ترافیکي پېښې ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
په بغلان ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون ماښام (د وري ۲۰مه) د مرکزي بغلان د چهار شنبې تپه سیمه کې رامنځ ته شوې.

د بغلان د ترافیکو مدیر محمد نبي زاده وايي، پېښه د دوه کرولا موټرو د ټکر له امله رامنځ ته شوې، چې په کې یو تن وژل شوی او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ نور ټپیان شوي دي.

هغه د پښې د رامنځ ته کېدو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي بللې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په غزني ولایت کې هم یوې ترافيکي پېښې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

جمهورخبري آژانس:بغلان
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي