سیمه ییز چارواکي وايي، پاکستاني ځواکونو یو ځل بیا پر کونړ ولایت سلګونه توغندي ویشتلي، چې له امله یې یو تن وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کونړ د والي ویاند غني مصمم زیاته کړې، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پاکستاني ځواکونو پر کونړ ولایت ۴۳۳ توغندي ویشتلي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې دغه توغندي د کونړ په سرکانو او دانګام ولسوالیو کې لګېدلي دي، چې له ځانی زیان سره مالي زیان هم لري.
د هغه په وینا یو مرمۍ د سرکاڼو ولسوالس د ګنجل په څپرې سیمه کې په یوه کور لګېدلې، چې له امله یې یو تن وژل شوی دی.
باید و ویل شي، چې پر افغان خاوره د پاکستاني ځواکونو راکټ بریدونه له کلونو راهیسې دوام لري، خو دغه بریدونه یې پر داسې مهال کړي، چې د تېرې جمعې په ورځ یې لومړی وزیر شاهدخاقان عباسي د اړیکو ښه کولو په موخه کابل ته راغلی وو.
جمهورخبري آژانس:کونړ