سیمه ییز چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د وسله والو ۱۵ کسیزه ډله چې طالبان او داعشیان په کې شامل دي، د سولې له پروسې سره یو ځای شوه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه وسله وال د ملي امنیت ادارې په هڅو د سولې به بهیر سره یو ځای شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، چې د سولې پروسې سره یو ځای شوي وسله والو کې ۱۰ طالبان او پنځه یې هم داعش وسله وال دي.
خبرپاڼه وايي، په دې طالبانو کې دوه تنه د هغوی سیمه ییز قوماندانان هم شامل دي او دوی خپله ۱۵ میله وسله هم حکومت ته سپارلې ده.
له یو ځای شویو داعشیانو څخه د څار محمد په نوم د هغوی یوه قوماندان په خپلو خبرو کې ویلي، چې په پاکستان کې یې نظامي زده کړې او بیا افغانستان ته د جګړې له پاره راولېږل شول.
دغه داعشي قوماندان ویلي« د يو قوماندان په توګه مې دنده ترسره کوله، د پلونو، سړکونو، مدرسو او ښوونځيو له وېجاړولو نيولې، د خلکو او امنيتي ځواکونو د وژلو او پر امنيتي پوستو د بريدونو تر څنګ مې نورې تخريبي کړنې تر سره کړي دي.»
نوموړي ویلي، چې اوس پر خپلو کړنو پښېمانه دی او د حقيقت په درک کولو د سولې له پروسې سره يوځای شو.
په ورته وخت کې د وسله والو طالبانو د يوځای شوې ډلې قوماندان سهاء الله ویلي، چې پيسې ورته له پاکستانه راتللې؛ خو د نورو سيمه ييزو قوماندانانو په واسطه ده ته ورکول کېدلې.
ده زیاته کړط، چې د فعاليتونو ټول پلانونه ورته له هماغه ځایه ورکول کېدل او دوی يې دلته يوازې د عملي کولو مسئوليت درلود.
قوماندان سهاء الله پر نورو وسله والو هم غږ وکړ، چې د سولې له بهير سره يوځای شي او له جګړو څخه لاس په سر شي.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار