۰

میدان وردګو کې پر ملي امنیت ځواکونو ځانمرګی برید شوی دی

چهارشنبه ۲۲ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۷
امنیتي چارواکي په میدان وردګو ولایت کې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو په کاروان د ځانمرګي برید پخلی کوي، خو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه وايي.
میدان وردګو کې پر ملي امنیت ځواکونو ځانمرګی برید شوی دی
امنیتي چارواکي په میدان وردګو ولایت کې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو په کاروان د ځانمرګي برید پخلی کوي، خو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه وايي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چارواکي وايي، دغه بريد تېره ورځ سه شنبې د وري ۲۱ مه د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ د اندړو په سیمه کې شوی دی.

د میدان وردګو د امنیه قوماندانۍ ویاند نقیب الله امیني ویلي، موټربم ځانمرګی برید د ملي امنیت د 0.1 قطعې په کاروان شوی دی، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

بل خوا د سیمې اوسېدونکو ویلي، چې ملي امنیت ځواکونو په سیدآباد ولسوالۍ کې تر عملیاتو وروسته خپل مرکز ته روان و، چې ځانمرګی برید پرې وشو.

دوی ویلي، چې په دغه برید کې د ملي امنیت ځواکونو یو موټر به بشپړه توګه سوځېدلی، خو د میدان وردګو چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

وسله والو طالبانو د برید مسؤولیت په غاړه اخیستی او په کې یې د ګڼ شمېر سرتېرو د مرګ ژوبلې ویلي دي.

جمهورخبري آژانس:میدان وردګ
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي