روسیه وايي امریکا دې سوریه کې له بریده ډډه وکړي

22 حمل 1397 ساعت 10:35

مسکو له واشنګټن څخه وغوښتل، چې په سوریه کې د کیمیاوي برید په ځواب کې له پوځي برید څخه ډډه وکړي.


مسکو له واشنګټن څخه وغوښتل، چې په سوریه کې د کیمیاوي برید په ځواب کې له پوځي برید څخه ډډه وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې روسیې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د امریکا هغه پرېکړه لیک هم ویټو کړ، چې په کې یې په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د کارول کېدو د بیا څېړنې غوښتنه کړې وه.

چین بیا دغه پرېکړه لیک ته سپینه رایه ورکړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نبنزیا د امنیت شورا په غونډه کې امریکا وغوښتلو چې اوسني پلانونو چې په جګړه او ځوابیه برید راڅرخي پرېږدي.

نوموړي خبردارۍ ورکړ، چې د هر ډول بې قانونه پوځي هڅې مسوول به واشنګټن وي.

په ورته وخت کې لوېدیځو مشرانو ویلي چې د سوریې په دوما ښار کې د برید د مسوولانو په نښه کولو له پاره هوکړې ته رسېدلي دي.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ویلي، چې دا ډول عملیات د سوریې کیمیايي وسلې په نښه کولی شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر د تېرې دوشنبې په ورځ و ویل، د سوریې په هکله به ۴۸ ساعتونو کې مهمه پرېکړه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 103191

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103191/

جمهور
  https://www.jomhornews.com