کندهار کې ماین چاودنې دوه ماشومان ټپیان کړي

22 حمل 1397 ساعت 11:27

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې د سړک د غاړې په یوه ماین چاودنه کې دوه ماشومان ټپیا شوي دي.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې د سړک د غاړې په یوه ماین چاودنه کې دوه ماشومان ټپیا شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه تېره ورځ د وري ۲۱ مه د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ مرستیال ویاند مطیع الله هلال وايي، د پنجوايي ولسوالۍ د نورزي په کلي کې د سړک د غاړې ښخ شوي ماین پر پلیو ماشومانو چاودلی، چې له امله یې دوه ماشومان ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې ماین د وسله والو مخالفینو له خوا ځای پر ځای شوی و او ټپي ماشومان هم د پولیسو له خوا روغتون ته لېږدول شوي، چې روغتیايي حالت یې ښه دی.

خو تر اوسه د دغه چاودنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 
 


د مطلب کود: 103192

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103192/

جمهور
  https://www.jomhornews.com