په سویلي زون کې د پوځ چارواکي وايي، په زابل او اورزګان ولایتونو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې ۱۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن یحیی علوي وايي دغه بریدونه تېره شپه د افغان پوځیانو او ایساف ځواکونو له خوا تر سره شوي.
نوموړي زیاته کړې، چې د زابل د شاجوی ولسوالۍ د خاکي په سیمه کې ایساف ځواکونو پر وسله والو هواي برید کړی، چې په ترڅ کې یې د محمد نعیم په نوم د طالبانو یو ځايي قوماندان له خپلو دریو ملګرو سره وژل شوی دی.
دغه راز ده هغه زیاته کړه، چې د اروزګان د مرکز ترینکوټ په ګوګریټ سیمه کې افغان ځواکونو د طالبانو په یوه مرکز هوايي برید کړی، چې په ترڅ کې یې د یوه سرګروپ په ګډون درې وسله وال وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کندهار