د غور ولایت د کرنې رییس په یوه چاودنه کې ټپي شو

22 حمل 1397 ساعت 11:48

امنیتي چارواکي وايي، د غور ولایت د کرنې او مالدارۍ رییس عبدالتواب له خپل موټر چلوونکي سره یو ځای د ماین په چاودنه کې ټپي شوی دی.


امنیتي چارواکي وايي، د غور ولایت د کرنې او مالدارۍ رییس عبدالتواب له خپل موټر چلوونکي سره یو ځای د ماین په چاودنه کې ټپي شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن سهار چهارشنبې د وري ۲۲ مه هغه مهال رامنځ ته شوې، چې عبدالتواب دولینه ولسوالۍ ته روان وو.

د غور د امنیه قوماندانۍ ویاند اقبال نظامي وايي، د غور د کرنۍ رییس دولینه ولسوالۍ ته روان و، چې د لارې په اوږدو کې یې موټر د سړک د غاړې په ماین ختلی.

نوموړي زیاته کړه، چې په دې پېښه کې د کرنۍ او مالدارۍ رییس عبدالتواب او د هغه موټر چلوونکی ټپیان شوي دي.

تر اوسه د دغه پېښې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:غور
 
 
 


د مطلب کود: 103195

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103195/

جمهور
  https://www.jomhornews.com