په زنه خان ولسوالۍ د طالبانو په برید کې څلور پولیس وژل شوي

22 حمل 1397 ساعت 12:06

سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د غزني ولایت په زنه خان ولسوالۍ ډلیز برید کړی و، چې پر شاه تمبول شوي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د غزني ولایت په زنه خان ولسوالۍ ډلیز برید کړی و، چې پر شاه تمبول شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چارواکي زیاتوي، چې وسله والو طالبانو تېره شپه د (وري ۲۲مه) ۹ بجې د زنه خان ولسوالۍ په مرکزي پوستو بریدونه پیل کړل، چې د سهار تر ۳ بجو پورې یې دوام درلود.

د زنه خان ولسوال غلام حسین یعقوبي وايي، په دغه بریدونو کې تر ۲۰۰ زیاتو وسله والو طالبانو برخه اخیستي وه، خو د افغان ځواکونو له خوا په شاه وتمبول شول.

نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو په برید کې څلور پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي او دغه راز پنځه وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

د زنه خان ولسوال دا هم وايي، چې دا مهال برید په شاه تمبول شوی، خو افغان پولیس د امکاناتو او تجهیزاتو له کمښت سره مخ دي، که یې پر وخت مرسته ونه شي، دغه ولسوالي به له سقوط سره مخ شي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

باید و ویل شي، چې څو ورځې وړاندې هم په همدې ولسوالۍ وسله والو طالبانو ډلیز بریدونه کړي وو.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 
 


د مطلب کود: 103196

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103196/

جمهور
  https://www.jomhornews.com