د دایکنډي ولایت د ځمکو د خپلواک ریاست سرپرست او د دغه ریاست دوه نور کارکوونکي د اداري فساد په تور په بند او نغدي جریمه محکوم شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دایکنډي ولایت استناف محکمې تېره ورځ د ځمکو ریاست سرپرست محمد حسین نبي زاده او دوه نور کارکوونکي په بند محکوم کړي.
د دایکنډي مرستیال والي سید محمد سعادت وايي، سرپرست محمد حسین له دندې د ناوړه ګټې اخیستې او اداري فساد له دندې لرې کړای شوی دی.
مرستیال والي وايي نوموړی د دې تر څنګ د محکمې له خوا په پڼځه کاله او یوه میاشت تنفذی بند محکوم او ۲۳۰۰۰۰ افغانۍ نغدي جریمه شو.
سعادت زیاتوي، چې د دې ادارې دوه نور کارکوونکي هم د اداري فساد له امله په یوه کال او یوه میاشت په بند محکوم شوي دي.
که څه هم د تورنو کسانو مدافع وکیلانو د خپلو مؤکلینو دفاع وکړه، خو قضائیه هیئت د شاهدانو او اسنادو په بنیاد تورنو کسانو ته سزا واوروله.
جمهورخبري آژانس:دایکنډي