د دایکنډي د ځمکو ریاست درې کارکونکي په بند محکوم شول

22 حمل 1397 ساعت 13:40

د دایکنډي ولایت د ځمکو د خپلواک ریاست سرپرست او د دغه ریاست دوه نور کارکوونکي د اداري فساد په تور په بند او نغدي جریمه محکوم شوي دي.


د دایکنډي ولایت د ځمکو د خپلواک ریاست سرپرست او د دغه ریاست دوه نور کارکوونکي د اداري فساد په تور په بند او نغدي جریمه محکوم شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دایکنډي ولایت استناف محکمې تېره ورځ د ځمکو ریاست سرپرست محمد حسین نبي زاده او دوه نور کارکوونکي په بند محکوم کړي.

د دایکنډي مرستیال والي سید محمد سعادت وايي، سرپرست محمد حسین له دندې د ناوړه ګټې اخیستې او اداري فساد له دندې لرې کړای شوی دی.

مرستیال والي وايي نوموړی د دې تر څنګ د محکمې له خوا په پڼځه کاله او یوه میاشت تنفذی بند محکوم او ۲۳۰۰۰۰ افغانۍ نغدي جریمه شو.

سعادت زیاتوي، چې د دې ادارې دوه نور کارکوونکي هم د اداري فساد له امله په یوه کال او یوه میاشت په بند محکوم شوي دي.

که څه هم د تورنو کسانو مدافع وکیلانو د خپلو مؤکلینو دفاع وکړه، خو قضائیه هیئت د شاهدانو او اسنادو په بنیاد تورنو کسانو ته سزا واوروله.

جمهورخبري آژانس:دایکنډي
 


د مطلب کود: 103201

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103201/

جمهور
  https://www.jomhornews.com