۳۰۰ افغان پيلوټه په بهر کې په زده کړو بوخت دي

22 حمل 1397 ساعت 13:44

د افغان پوځ چارواکي وایي، دا مهال ۳۰۰ افغان پیلوټان په بېلابېلو هېوادونو کې تر روزنې لاندې دي، چې په راتګ سره به یې افغان هوايي ځواک نور هم پیاوړی شي.


د افغان پوځ چارواکي وایي، دا مهال ۳۰۰ افغان پیلوټان په بېلابېلو هېوادونو کې تر روزنې لاندې دي، چې په راتګ سره به یې افغان هوايي ځواک نور هم پیاوړی شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د افغان هوايي ځواک یوه جنرال په واشنګټن کې د یوې غونډې پر مهال کړې دي.

ویل کېږي دغه افغان پوځیان د پي اېم ار يا د افغان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو د اکمال او تجهیز پر پروګرامونو د بيا کتنې په موخه امریکا متحدو ایالتونو ته تللي دي.

په واشنګټن کې د افغانستان سفارت له خوا خپره شوې خبرپاڼه وايي، چې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو يو شمېر جنرالان او پوځي قوماندانان په يوه سيمينار کې د ګډون لپاره امريکا ته راغلي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې افغان سفارت پرون د دوى په وياړ يوه غونډه نيولې وه چې په کې يو شمېر امريکايي چارواکو هم برخه اخيستې وه.

په واشنګټن کې د افغانستان سفير ډاکتر حمدالله محب يادې غوندې ته په وينا کې د ترهګرۍ پر وړاندې، مبارزه کې د افغان او نړیوالو ځواکونو کړنې وستايلې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 103202

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103202/

جمهور
  https://www.jomhornews.com