کابل کې تښتول شوي څلور ماین پاکان راخوشي شول

22 حمل 1397 ساعت 14:28

امنیتي چارواکي وايي، پلازمېنه کابل کې څلور تنه تښتول شوي ماین پاکان د پولیسو په عملیاتو کې روغ رمټ راخوشي شوي دي.


امنیتي چارواکي وايي، پلازمېنه کابل کې څلور تنه تښتول شوي ماین پاکان د پولیسو په عملیاتو کې روغ رمټ راخوشي شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کابل د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست زیاتوي، چې دغه ماین پاکان څه موده وړاندې د کابل د سروبي ولسوالۍ له اړونده سیمې وسله والو طالبانو تښتولي وو.

دوی وايي، دغه ماین پاکان تېره ورځ د ملي پولیسو د عملیاتو په ترڅ کې روغ رمټ ژغول شوي دي.

له دې سره تر څنګ یاد چارواکي په کابل کې د بېلا بېلو جرمونو په تړاو د ۷۴ تنو د نیول کېدو خبر هم ورکوي.

د کابل د جنايي جرمونو سره د مبارزې ریاست وایي، دغه کسان، د غلا، قتل او یو شمېر نورو جنايي جرمونو په تړاو نیول شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 


د مطلب کود: 103205

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103205/

جمهور
  https://www.jomhornews.com