کاپيسا کې د طالبانو نظامي مسؤول وژل شوی دی

23 حمل 1397 ساعت 8:34

امنیتي چارواکي وايي، په کاپیسا ولایت کې د وسله والو طالبانو نظامي مسؤول مولوي اجمل د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دی.


امنیتي چارواکي وايي، په کاپیسا ولایت کې د وسله والو طالبانو نظامي مسؤول مولوي اجمل د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کاپیسا ولایت امنیه قوماندان محمد رازق یعقوبي ویلي، چې افغان ځواکونو له تېرو دریو ورځو راهیسې د وسله والو د ځپلو په موخه په نجراب ولسوالۍ کې عملیات پیل کړي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې عملیاتو کې د نظامي مسوول مولوي اجمل په ګډون ۷ وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د کاپیسا د پولیسو مشر زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې یو افغان پوځي هم وژل شوی او څلور نور امنیتي سرتېري ټپیان شوي دي.

ده ټنګار وکړ، چې په نجراب ولسوالۍ کې به پوځي عملیات تر هغو روان وي، تر څو ټوله ولسوالۍ له وسله والو پاکه شوې نه وي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کاپیسا
 


د مطلب کود: 103223

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103223/

جمهور
  https://www.jomhornews.com