الهام علی اف د څلورم ځل له پاره د اذربایجان ولسمشر شو

23 حمل 1397 ساعت 8:43

الهام علي‎اف د څلورم ځل له پاره د اذربایجان د ولسمشرۍ ټاکنې وګټل او د ۷ نورو کلونو له پاره د دغه هېواد ولسمشر وټاکل شو.


الهام علي‎اف د څلورم ځل له پاره د اذربایجان د ولسمشرۍ ټاکنې وګټل او د ۷ نورو کلونو له پاره د دغه هېواد ولسمشر وټاکل شو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د اذربایجان د ولسمشرۍ ټاکنې تېره ورځ چهارشنبې د وري ۲۲ مه تر سره شوې، چې په کې ۷۰ سلنه رایه ورکوونکو برخه اخیستې وه.

یوه حکومتي څېړنه چې د اذربایجان د انتخاباتو د څارونکي څېړنیز مرکز له لوري خپره شوې ده، ویلي علي‎اف دوه اتیا اعشاریه اووه فیصده رایې ګټلي دي.

خو د اذربایجان د یوه خپلواک تحقیقاتي بنسټ څېړنه ښیي چې الهام علي‎اف ۸۶ اعشاریه پنځه په سلو کې رایې ګټلې دي.

د بشري حقونو د څار ډلې پر دې انتخاباتو انتقاد کړی دی خو د اذربایجان د انتخاباتو د مرکزي کمېسیون مرستیال ناطق محمدوف د ګڼو درغلیو لګیدلي تورونه رد کړي دي.

باید و ویل شي، چې ۵۶ کلن الهام علي‎اف له ۲۰۰۳ میلادي کال را په‎دې خوا چې پلار یې وفات شوی د قفقاز د دغه لس میلیوني هېواد واکمن دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 103224

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103224/

جمهور
  https://www.jomhornews.com