الجزایر کې د لوېدلې الوتکې د وژل شوو شمېر ۲۵۷ ته ورسېد

23 حمل 1397 ساعت 9:28

په الجزایر کې د الوتکې د لوېدو له امله د وژل شوو شمېر ۲۵۷ کسانو ته رسېدلی دی.


 په الجزایر کې د الوتکې د لوېدو له امله د وژل شوو شمېر ۲۵۷ کسانو ته رسېدلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه الوتکه تېره ورځ چهارشنبې د وري ۲۲ مه د بوفاریک له پوځي اډې پورته او د دغه هېواد د پلازمېنې په ۲۵ کیلومترۍ کې لوېدلې ده.

د الجزاير رسنيو راپور ورکړی چې يوه نظامي الوتکه لوېدلې او په ‌کې ۲۵۷تنه وژل شوي دي.

ویل کېږي چې د وژول شویو زیاته برخه پوځيان او د هغوی د کورنۍ غړي دي.

تر اوسه ددغه پېښې اصلي لامل نه دی په ګوته شوی، خو د الجزایر حکومت وایي چې د پېښې هر اړخیزه پلټنه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 103228

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103228/

جمهور
  https://www.jomhornews.com