تر ۲۷ زره پورې افغان کډوال ترکیې ته اوښتي دي

23 حمل 1397 ساعت 9:43

د ترکیې د ولسمشر د ویاند مرستیال بکیر بوزداغ وايي، ترکیې ته په راتلونکو کډوالو کې تر ټولو لوړه شمېره افغان کډوال جوړوي.


د ترکیې د ولسمشر د ویاند مرستیال بکیر بوزداغ وايي، ترکیې ته په راتلونکو کډوالو کې تر ټولو لوړه شمېره افغان کډوال جوړوي.

په ورته وخت کې ترکي رسنیو ویلي، روان کال تر دې دمه تر ۲۷ زره پورې افغان کډوال ترکیې ته اوښتي دي او هڅه کوي له هغه ځایه اروپايي هېوادونو ته واوړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ترکیې د ولسمشر د ویاند مرستیال بکیر بوزداغ چې همدا تېره میاشت تر ۲۵۰۰ پورې افغان کډوال ترکیې ته ننوتلي دي.

نوموړی وایي، د ترکیې حکومت پرېکړه کړې، چې د افغانستان په ګډون، د ایران، پاکستان او نورو هېوادونو غیر قانوني کډوال ونیسي او بېرته یې خپلو هېوادونو ته واستوي.

دا په داسې حال کې ده، چې همدا روانه اونۍ هم ترکیې ۲۵۰ غیر قانوني کډوال افغانستان ته را واستول او د ترکیې حکومت وايي، د کډوالو د ایستلو دا لړۍ به روانه وي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
 


د مطلب کود: 103229

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103229/

جمهور
  https://www.jomhornews.com