۰

د غزني د خواجه عمري ولسوال له شپږ ساتونکو سره وژل شوی دی

پنجشنبه ۲۳ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۵
سیمه ییز چارواکي وایي، د غزني ولایت د خواجه عمري ولسوالۍ ولسوال علي دوست شمس له خپلو شپږو ساتونکو سره یو ځای د وسله والو طالبانو په یوه برید کې وژل شوی دی.
د غزني د خواجه عمري ولسوال له شپږ ساتونکو سره وژل شوی دی
سیمه ییز چارواکي وایي، د غزني ولایت د خواجه عمري ولسوالۍ ولسوال علي دوست شمس له خپلو شپږو ساتونکو سره یو ځای د وسله والو طالبانو په یوه برید کې وژل شوی دی.

دغه پېښه تېره شپه( دوري ۲۳مه) هغه مهال رامنځ ته شوې، چې وسله والو طالبانو د خواجه عمري ولسوالۍ پر ودانۍ ډلیز برید کړی دی.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري  جمهورخبري آژانس ته و ویل، چې وسله والو طالبانو د میدان وردګو ولایت د جغتو او رشیدانو ولسوالۍ له لوري د غزني د خواجه عمري ولسوالۍ پر ودانۍ  او د امنیه قوماندانۍ پر ودانۍ برید کړی وو.

نوموړي زیاته کړه، چې د دوه ساعته جګړې پر مهال وسله وال طالبان د ولسوالۍ د ودانۍ ځینو برخو ته د ننه شوي و، چې د ولسوال د ساتونکو سره په نښته کېوتل.

د والي ویاند زیاتوي، چې د طالبانو په دې برید کې د یادې ولسوالۍ ولسوال علي دوست شمس او د ولسوالۍ شپږ ساتونکي پولیس وژل شوي او ۹ پولیس ټپیان شوي دي.

دی وایي، د طالبانو له برید سره سم سیمې ته د مرستندویه ځواکونو په رسېدو سره طالبانو له سیمې پښې سپکې کړې او تښتېدلي دي.

په ورته وخت کې د غزني امنیه قوماندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې جګړه کې ۲۷ وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

امینه قوماندانۍ یوازې د ۹ پولیسو د ټپي کېدو پخلی کړی، خو د وژل شویو کسانو په اړه یې څه نه دي ویلي.

طالبانو هم تر اوسه د دغه جګړې په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې دوه ورځې وړاندې د غزني په زنه خان ولسوالۍ هم دوه ځلې د وسله والو طالبانو له خوا بریدونه شوي دي.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي