ټاکل شوې د شنبې په ورځ د رایې ورکوونکو نوم لیکنه پیل شي

23 حمل 1397 ساعت 11:19

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي، د شنبې له ورځې به د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو د ټاکنې له پاره د نوم لیکنې بهیر پیل شي.


د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي، د شنبې له ورځې به د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو د ټاکنې له پاره د نوم لیکنې بهیر پیل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس ګلاجان عبدالبدیع صیا په ارګ کې له ولسمشر ښاغلي غني او اجرائیه رییس ښاغلي عبدالله سره په غونډه کې کړې دي.

نوموړی تېره ورځ ارګ ته ورغلی و او ویلي یې دي، چې د رایې ورکوونکو نوم لیکنه به د شنبې له ورځې په ولایتونو او مرکز کې پیل شي.

صیاد زیاته کړې، چې مرکز او ولایتونو ته د دې پروسې اړوند مواد رسېدلي او له ټولو هېوادوالو یې وغوښتل، چې د نوملیکنې مرکزونو ته ورشي او نوملیکنه وکړي.

ټاکل شوې چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د روان لمریز کال د تلې په ۲۸ مه ترسره شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 103237

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103237/

جمهور
  https://www.jomhornews.com