چارواکي:

د قندوز په امام صاحب ولسوالۍ د طالبانو برید په شاه تمبول شوی

23 حمل 1397 ساعت 12:05


د قندزو سیمه ییز چارواکي وایي، د دې ولایت په امام صاحب ولسوالۍ د وسله والو طالبانو برید په شاه تمبول شوی او هغوی ته مرګ ژوبله اړول شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امام صاحب ولسوال محبوب الله سعیدي زیاتوي، چې وسله والو طالبانو تېره شپه د یادې ولسوالۍ د د کُنجک په سیمه کې د افغان ځواکونو پر پوستې برید کړی و.

نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو دغه بریدونه د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شوي، چې په ترڅ کې یې دوه طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

دی وایي، د طالبانو په برید کې یو سیمه ییز پولیس هم وژل شوی دی، خو طالبان په شاه تمبول شوي او له سیمې تښتېدلي دي.

خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې پر امام صاحب ولسوالۍ د طالبانو په برید کې ۵ اربکیان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 103243

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103243/

جمهور
  https://www.jomhornews.com