د مخکني ولسمشر مرستیال او د حراست او ثبات شورا غړی یونس قانوني وايي، طالبانو ته د ځينو سیمو سپارلو طرحه د هېواد د ټوټه کېدو په مانا ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې قانوني، چې نن پنشنبې د وري ۲۳ مه یې کابل کې د سولې، عدالت او آزادۍ تر نامه لاندې جریان د موجودیت د اعلام په غونډه کې وینا کوله و ویل، چې دغه ډول طرحې د هېواد تجزیې ته لار هواروي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې طالبانو ته د ځينو سپارل به هېواد تجزیه کړي او په وینا یې هر هغه څوک چې دا ډول طرحې وړاندې کوي، باید په عاقلانه توګه یې پایلو ته هم فکر وکړي.
قانوني و ویل« د سولې په اړه ځینې هڅې روانې دي، چې ګڼې ځینې سیمې
قانوني و ویل« د سولې په اړه ځینې هڅې روانې دي، چې ګڼې ځینې سیمې د طالبانو ته وسپارل شي، خو زه وایم، چې د هېواد یوه لوېشت ځمکه هم طالبان ته پرېښودل به د افغانستان تجزیه وي، چې هېڅ افغان ته د منلو نه ده.»
د طالبانو ته وسپارل شي، خو زه وایم، چې د هېواد یوه لوېشت ځمکه هم طالبان ته پرېښودل به د افغانستان تجزیه وي، چې هېڅ افغان ته د منلو نه ده.»
ده و ویل، چې سوله یوازې په تښو خبرو نه شي راتلای، بلکې سوله یوه اوږدمهاله پروسه ده او حکومت ته په کار ده، چې د مذاکراتو لپاره ژور او عملي پلانونه جوړ کړي.
قانوني زیاته کړه، چې دا مهال د سولې په تعریف کې، افغان دولت، سیمه او نړیواله ټولنه هم له ستونزو سره مخ ده او د سولې له پاره اوسنۍ هڅې بسنه نه کوي.
هغه و ویل«د سولې له پاره اوسنۍ هڅې کافي نه دي، او دا یو سوال دی، چې آیا نړیواله ټولنه په افغانستان کې د سولې اراده لري او که نه؟»
د مخکني ولسمشر مرستیال دا هم و ویل، چې له حکومت د خلکو د واټن او روانو تاوتریخوالو یو لامل بې عدالتي ده او تر هغه چې خلک له حکومت راضي نه شي او عدالت تامین نه شي د سولې راتګ هم ستونزمن کار دی.
قانوني زیاته کړه، چې په هېواد کې د ستونزو د حل له پاره یوه قوي سیاسي حرکت ته اړتیا ده، څو ټولې ډلې ټپلې پکې راټولې شي او په ګډه وکړی شي شته بحران ته د پای ټکی کېږدي.
جمهورخبري آژانس:کابل